امنیت

د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان له شپږ تنو افرادو سره يې ووژل شو

کابل باختر دسلواغي  شپږمه
شپږ تنه وسله وال طالبان تېره شپه په بدخشان ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول.
دبدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال جهانګير کرامت  باخترآژانس ته وويل: دغې نښتې د وسله والو طالبانو او د پوليسو د ځواکونو ترمنځ د جرم ولسوالۍ په پل سوچ سيمه کې دوه ساعته دوام وکړ.
يوه اړونده خبرځاى وويل: په دې نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د هغوى د يو قوماندان په ګډون څلور تنه  نور يې ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه چې د دغې جګړې په بهيرکې دوه تنه پوليسان هم ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته