کابل، د غوايي ۲۰مه، باختر
د بامیانو ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۲۹ زره او ۸۰۰ نوې برېښنايي او ۲۲ زره او۹۶۱ نورې کاغذي پېژندپاڼې وېشلې دي.
د دغه ولايت د احصايې او معلوماتو رییس خیرالله مبارز وايي چې هره ورځ شاوخوا ۷۰۰ کسان د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.
مبارز زياتوي، چې د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانېدلي، چې ۳ زره او ۱۴۱ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۱۶ زره او ۳۶۲ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۱۵ زره او ۹۶۱ زېږون کارتونه او ۴۰۱ د مړینې پارچې) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.
د نوموړي په وینا، په ياد ولايت کې د برېښنایي پېژندپاڼې د وېش یوه څانګه فعاله ده، چې هره ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي، چې تېر کال د وېشل شویو برېښنایي پېژندپاڼو سربېره ۱۶۲۴ نورو کسانو ته د برېښنایي پېژندپاڼو تر وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ترڅو هېوادوال وکولای شي چې په اسانۍ سره کولای شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.