روغتیا

يوه روغتيايي کلينيک ته ودانۍ جوړيږي

کابل باختر د  زمري  اته ويشتمه :
دنيمروز ولايت په چاربرجک  ولسوالۍ کې پرون ديوه روغتيايي کلينيک دودانۍ دبنسټ ډبره کيښودل شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، ددغه کلينيک دبنسټ ډبره دنيمروز دوالي محمد سميع او ددغه ولايت دعامې روغتيا رياست دمسوول له خوا په داسې حال کې چې يوشمير سناتوران او ددغه ولايت د دولتي ادارو رييسان هم شامل و کيښودل شو .
  ددغه کلينيک  دجوړولو لګښت چې درې مليونه يوسلو اويا زره افغانۍ کيږي دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون دپروګرام  له لارې ورکول کيږي .
دغه کلينيک ددوه سوه متره مربع ځمکې په ساحه کې  چې ددغه ولايت دعامې روغتيا رياست له خوا ورکړى شوې ده ، جوړيږي .
ددغه کلينيک  دودانۍ په جوړولو کې دپنځو پرمختيايي شوراګانو پولي ونډه هم شامله ده چې ددغه کلينيک  دجوړولو دکار په بشپړيدو سره به درې سوه اوولس کورنۍ په مستقيم ډول له روغتيايي خدمتونو څخه ګټه واخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته