امنیت

ديوې ترافيکې پيښې له امله اته ويشت تنه ټپيان شول

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٩
په ننګرهار ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله اته ويشت تنه ټپيان شول.
زياتره ټپيان ښځې او ماشومان دي چې ديوې کورنۍ غړي دي.
پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې ددغو ملکي وګړو دسپرلۍ موټر د واده له مراسمو څخه دستنيدو په وخت کې په خوږياڼو ولسوالۍ کې له واټ څخه ووت او چپه شو .
دننګرهار د والي ويندوى احمد ضيا عبدالزي باختر آژانس ته وويل: په دې پيښه کې څليرويشت ښځې او ماشومان او څلور تنه نارينه ټپيان شول .
په همدې حال کې دخوږياڼيو ولسوالۍ د يوې روغتيايي مرکز ډاکترانو دټپيانو حالت ښه بللى دى .
دننګرهار د ترافيکو مسوولين ددغو ملکي وګړو دسپرلۍ د موټر چلوونکى ګړنديتوب او بې احتياطي ددغې ترافيکي پيښې اصلي علت بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته