ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې څلور تنه ووژل شول

 کابل باختردزمري دمياشتې  ٩ :
دپل علم _ ګرديز په لويه لاره کې نن  ديوې ترافيکي پيښې له امله څلور تنه ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول.
دباخترآ ژانس دخبرله مخې :  دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دملکي وګړو دسپرلۍ  يو فلاينکوچ موټر  له خپل تګلوري څخه  واوښت او دغره له لمنې سره ولګيد.
ويل کيږي چې  ددغې پيښې  په ټپيانو کې  دوه ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي .
دپکتيا ولايت دروغتون ډاکترانو ددغې پيښې  دټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
دغه موټر  له کابل څخه دپکتيکاولايت ته روان وو چې دتيرې په غاښي کې دغه پيښه رامنځته شوه اوعلت يې دموټرچلوونکي بې احيتاطي بلل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته