ټولنه

دبشريت دناجي حضرت محمد مصطفي ( ص) دنيکمرغه ميلاد درناوى وشو .

کابل باختر د مرغومي  دويمه :
نن دربيع الاول  دمياشتې دولسمه د بشريت  دناجې ، داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي (ص )  دنيکمرغه  ميلاد له کاليزې سره برابره ده .
په دې ورځ داسلام ستر پيغمبر  نړۍ ته سترګې وغړولې اودغه ورځ په اسلامي تقويم کې دمسلمانانو لپاره ستره ورځ بلل کيږي او دنړۍ مسلمانان  دبشريت دناجي حضرت محمد مصطفي ( ص)  نيکمرغه ميلاد  دغونډو په جوړولو ، دقران عظيم الشان دختمونو په کولو ، نعتونو په ويلو  واعظونو په کولو او بې وزلو کسانو ته دنذر او خيرات  په ورکولو سره نمانځي .
دباختراژانس دخبريال  دخبر له مخي : په دغه نيکمرغه  مناسبت  نن دهېواد په مرکز او ولايتونوکې مسلمانو خلکو دقران عظيم الشان دختمونو په کولو ، دديني غونډو په جوړولو او په جوماتونوکې د واعظونو په کولو او دنذر او خيرات په ورکولو سره دغه ورځ  ونمانځله
ديني عالمانو او واعظانو دحضرت محمد مصطفي ( ص)  غوره اخلاق او خصلتونه دماشومتوب له ورځو څخه دژوندانه تر پاى پورې بيان کړل .او له خلکو څخه يې وغوښتل چې  داسلام دستر پيغمبر  دلارښوونو په پيروى ځان له ګمراهې او بدمرغيو څخه وژغوري .
په دغو غونډو کې ديني عالمانو او دهېواد مسلمانو او ديندارو خلکو دجګړې دبندولو او دسولې دتامينولو لپاره دعا وکړه او ددولت له وسله والو مخالفينو څخه يې وغوښتل چې دې ته په پاملرنې سره چې داسلام مبين دين په اسلامي ټولنه کې هيڅ راز بې اتفاقي ، جګړه اوتاوتريخوالى نه مني ، له جګړې اوورور وژنې  څخه لاس واخلي او دسولې لاره غوره کړي او دلوى خداى ( ج )  او دهغه دبنده ګانو رضايت ترلاسه کړي .
دغه راز واعظانو او ديني عالمانو له بي وزلو سره مرسته  دبډايو کسانو او سوداګرو ديني مسووليت وباله اوزموږ دټولنې له بيلابيلو اصنافو څخه يې وغوښتل چې له خلکو سره  په راکړه ورکړه کې عدل او انصاف رعايت کړي چې لوى خداى ( ج )  خير او برکت ددوى په حال او مال کې شامل کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته