ورزش

په ميدان وردګو کې دکرکټ سيالۍ پيل شوې

کابل باختردزمري دمياشتې  ٢٣ :
د کلپونو او دپوهنې دټيمونو  دکرکټ سيالۍ په يو وخت کې په ميدان وردګو کې پيل شوې .
دغه شل آوريزې سيالۍ  دميدان وردګو ولايت  ددولسو کلپونو  او دښوونځيو ددولسو ټيمونو په ګډون  په جلا ډول  پيل شوي دي.
دميدان وردګو ولايت  دکرکټ بورد مسوول ناصر امرخيل دباختر آژانس خبريال ته وويل : په دغو سياليو کې  دميدان وردګو ولايت ددولسو  کلپونو  اود دوولسو ښوونځيو ټيمونو  ګډون کړى دى.
امرخيل  ددغو سياليو  دترسره کولو هدف  په ميدان وردګو ولايت کې دکرکټ دورزش  وده او ددغې ورزشي څانګې دغوره څيرو پيژندل  وبلل .
ده  په دغه ولايت کې  دکرکټ  دځانګړي  لوبغالي نشتوالى  مهمه ستونزه وبلله.
دميدان وردګو والي  حيات الله حيات  چې ددغو سياليو دپيل په مراسمو کې  حاضر و ، وويل :  هلې ځلې به وکړي چې په نږدې راتلوونکي دغه ولايت   دکرکټ دمعياري لوبغالي څښتن شي .
ده  له  ځوانانو څخه وغوښتل چې  ورزش ته مخه وکړي او له بدو کارونو څخه دې لاس واخلي .
دکرکټ  دغه شل آوريزې سيالۍ به شپاړلس ورځې دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته