مسکو ايرنا باختر دمرغومي دمياشتې ٣ :
د داغستان جمهور رئيس رمضان عبدالله تي پوف اعلام وکړ چې د دغه
جمهوريت شپږ سوه درې څلويښت تنه اوسيدونکي د داعش د ډلې غړي دي
او ددغې تروريستي ډلې په ليکو کې د جګړې لپاره له روسيې څخه وتلي دي.
عبدالله تي پوف وويل ؛ د داعش له ډلې سره دداغستان جمهوريت د اوسيدونکو دپيوستون د مخنيوي لپاره لازم تدبيرونه نيول شوي دي او په هره سيمه کې دتروريستي ضد ځانګړي کميسيونونه فعاليت کوي.
د داغستان جمهوررئيس نن د روسيې له يوې ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل ؛ چې د دغه جمهوريت امنيتي بنسټونه او له تروريزم سره د مبارزې مسوولين دداعش له تروريستي ډلې سره د دغه جمهوريت د اوسيدونکو د پيوستون دمخنيوي په خاطر لازمې هلې ځلې کوي.
پخوا د داغستان جمهوريت د کورنيو چارو وزير عبدالرشيد محمداوف اعلام کړى و چې د رسمي اطلاعاتو له مخې د روسيې څه ناڅه درې زره تنه اوسيدونکي دداعش د تروريستي ډلې په ليکو کې جنګيږي .
د چيچن جمهور رئيس رمضان قادر اوف هم څه موده مخکې اعلام کړى و چې ددغه جمهوريت قضايي مقاماتو يوسلو يو ديرش تنه چيچني داعشيان تر تعقيب لاندې نيولي دي او د هغوى پرخلاف يې جزايي دوسيې جوړې کړې دي.
قادراوف زياته کړه : چې اوس پنځه سوه تنه چيچني اتباع د داعش په ليکو کې فعاليت کوي.
0 1 دقیقه لوستل