ټولنه

ننګرهاریانو له افغان ځواکونو، جمهوریت او سولې بهیر څخه ملاتړ اعلان کړ

کابل / د وري ۲۳ مه / باختر
ننګرهاریانو د مرکز جلال آباد ښار په شېرزي لوبغالي کې په یوې پراخې ولسي غونډه کې له سولې، افغان ځواکونو او جمهوریت څخه ملاتړ اعلان کړ.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وویل چې جمهوررییس او نظام سولې ته ژمن دي او د سولې په برخه کې يې د نظام د رهبرۍ هڅې او ملاتړ رښتينی ياد کړ.
په ورته وخت کې د کورنيو چارو وزارت سرپرست حيات الله حيات وويل: لکه څنګه چې ولس د نظام او جمهوريت پر سر معامله نه مني، همداسې حکومت هم ژمن دی چې هېڅ دولتي بنسټ او ارزښت به د سولې قرباني نه کړي.
حيات زياته کړه چې د افغانستان جنګ يوازې د افغانستان جنګ نه دی، د نړۍ جنګ دی او افغانان د نړۍ لپاره قرباني ورکوي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عبدالرؤف شپون او د ولايتي شورا غړي اسرارالله مراد وويل چې د جمهوريت، نظام او دفاعي او امنيتي ځواکونو پر سر معامله ولس ته د منلو وړ نه ده او بايد په دغو بنسټونو معامله ونه شي.
د ننګرهار د قومونو په استازیتوب لعل محمد دراني، عصمت شينواري، ضابط امير محمد دره نوري او خیر رحمن شينواري وویل چې ولس په هېڅ صورت او هېڅ زور زياتي له جمهوريت نه تېريږي او په دغه برخه کې هر راز قربانۍ ته چمتو دي.
دوی غوښتنه وکړه چې د سولې دواړه لوري دې شخصي ګټو نه تېر شي او د ولس په خاطر دې بې قيد او شرط سوله وکړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته