ټولنه

په پلخمري کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې مرکزونه پرانېستل شول

کابل باختردوري دمياشتې ٢٧نيټه :
په بغلان ولايت کې نن   د ولسي جرګې  او د ولسواليو د شوراګانو  د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې مرکزونوپه کار پيل وکړ.
په هغې غونډه  کې چې له  همدې امله  د سيمه يېزو مقاماتو او د مدني ټولنې   د استازوپه ګډون   په پلخمري ښارکې  جوړه شوې وه  دبغلان ولايت  دانتخاباتو دکميسيون مسوول  عبدالملک حنفي  د باخترآژانس خبريال ته وويل ؛ چې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې بهير په دوو پړاونو کې چې لومړى د ولاياتو په مرکز او  وروسته په ولسواليو کې تطبيقيږي.
ده وويل؛  د بغلان ولايت په کچه څه ناڅه دوه زرو تنو د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې  په ٢٨٣ مرکزونو کې په کار بوخت دي او دغه بهيردوه مياشتې دوام کوي.
د بغلان ولايت امنيه قوماندان  جنرال اکرام الدين سريع  د انتخاباتو بهير يو ملي بهير وباله او ډاډ يې ورکړ  چې د دغو مرکزونو  امنيت تامينوي.پاى ج  ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته