ورزش

دهېواددکرکټ ملي ټيم دسريلانکا دملي ټيم په وړاندې ماتې وخوړه .

کابل باختر دکب اته ويشتمه :
دهېواد دکرکټ ملي ټيم  دسريلانګا دکرکټ  دملي ټيم په وړاندې  ماتې وخوړه .
ددغو دوو ټيمونو ترمنځ لوبه  تيره شپه دکرکټ  دنړيوال جام دشل اوريزو سياليو په دويم پړاو کې دهند دکلکتې ښار په لوبغالي  کې  ترسره شوه .
دباختراژانس دخبر له مخې ،  دپچې اچونې له مخې دهېواد  دکرکټ  ملي ټيم  لومړى  لوبه پيل کړه او په شلو آورونو او د خپلو اوو تنو لوبغاړو  په له  لاسه ورکولو  سره يې  دسريلانکا ټيم ته  يوسلو څلور پنځوس  منډې  هدف وټاکه  او دسريلانکا ټيم  ټاکلې هدف  دڅلورو لوبغالو په له لاسه ورکولو سره په نولسو آورونو کې  پوره کړ .
په دې  لوبه کې  دهېواد دکرکټ  ملي ټيم  دسريلانکا دپياوړى ټيم په وړاندې  چې د ٢٠١٤ کال  دنړيوالو سياليو اتل و ،  په زړه پورې لوبه ترسره کړه او اصغر ستانکزي  په دوه شپيتو منډو سره  دخپل ټيم په ګټه  دنندارې  وړ لوبه ترسره کړه .
سره  له دې چې دغه لوبه  دسريلانکا ټيم په ګټه  ترسره شوه  خو  بايد  څرګنده شي  چې دهېواد دکرکټ ملي ټيم  چې دنړۍ  دلسو غوره ټيمونو په کتار کې  ځاى نيولې دى  دسريلانکا تيم په وړاندې ښه لوبه ترسره کړه .  چې له پيل څخه تر پاى پورې  دځينو دولتي مقاماتو په ګډون  چې  دهند دکلکتې ښار  په لوبغالى کې دسلګونو تنو افغانانو له خوا بدرګه شوه .
دهېواد دکرکټ ملي ټيم دهانک کانګ  ، سکاتلند او دزمبابوي  دکرکټ دټيمونو په وړاندې  له برياليتوب وروسته دکرکټ  دنړيوال جام دسياليو دويم پړاو ته لاړه وموندله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته