ټولنه

پنځه پنځوس پرمختيايي پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣١
دهرات ولايت په ولسواليو کې پنځه پنځوس پرمختيايي پروژې په يو وخت کې ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې.
په هرات ولايت کې دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون دپروګرام ساحوي مسوول وايي ددغه پروګرام پنځه پنځوس پرمختيايي پروژې د اووه شپيتو مليونو اته سوه نهه اتيا زرو درې سوه پنځه نوى افغانيو په لګښت د ادرسکن ، شينډنډ،غوريانو او دګلران په ولسواليو کې ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې.
دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام د رسنيو رياست ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي په دغو پروژو کې دټولنيزو مرکزونو محافظوي ديوالونو، پلګوټو ،د اوبو دبندونو او د مبرزونو جوړول، دکانالونو بيا احيا کول ،دلاسي بمبو په درلو سره د نيمه ژورو څاګانو کيندل، دڅښاک د روغتيايي اوبو دشبکو غځول او دکليوالي سړکونو جوړول او کريړ اچول شامل دى چې له دغو پروژو څخه به ٨٢٢٢ کورنۍ ګټه واخلي .
دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام په هرات ولايت کې دخپل فعاليت له پيل څخه تراوسه پورې د پنځوملياردو افغانيو په لګښت د ترانسپورت ، اوبو رسولو ، انرژى او اوبو، داوبولګولو دکانال،روزنې او دمعيشت په برخو کې په برخو کې ٤٥٥٩پرمختيايي پروژې جوړې کړي دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته