سیاست

تبصره

کا بل باختر د مرغومي  څوارلسمه :
انتخابات په ولسواکو ټولنو کې ددموکراتيکو نظامونو اساس اوبنسټ دى او داکار په افغانستان کې هغه وخت يقيني اوباوري کيداى شي  چې دافغانستان په انتخاباتي نظام کې لازم اصلاحات رامنځته شي .
دباختراژانس مبصر ليکي ، انتخابات  په ولسواکو او دموکراتيکو نظامونوکې اساس اوبنسټ  جوړوي ،  افغانانو په تيرو  څوارلسو کلونوکې  په څو انتخاباتو کې دخپلې ارادې  او رايو په تمثيلولو سره خپل جمهور رييس اوملي شورا ته خپل استازي انتخاب کړل او په دې ترتيب  يې په خپل هېواد کې نوې دموکراسي تجربه کړه .
  سره له دې چې  په افغانستان کې دانتخاباتو بهير او پروګرام خپلې  نميګړتياوې  او ستونزې لرلې خو خلکو ديوې تجربې او ديو نوي حرکت په توګه  هغه په زغم  سره پيل او تعقيب  يې کړل .
دملي وحدت دحکومت په جوړيدو او دهېواد په انتخاباتي نظام کې داصلاحاتو دراوړلو په باب دجمهور رييس ډاکتر محمداشرف غني او د ډاکتر عبدالله عبدالله په ژمنې سره ، ددغه ملي بهير په نسبت زموږ  دخلکو باور او اعتماد زور واخيست او داکار يقيني شو چې په افغانستان کې نوى دموکراسي قوت اخلي اومخ په وړاندې ځي .
نن په هېواد کې ددولت په وجود کې ددرې ګونو قواو شتون ، په هېواد کې ديوه دولت اړخونه بشپړ کړي دي او ديوملت دارادې تمثيل ترسره  کوي خو په دې وروستيو وختو کې ددغه دولت دځينو قواو ترمنځ تقابل او متضاد کړه وړه تر سترګو کيږي سره له دې چې ديوه دموکرات او منتخب دولت په وجود کې چې دخلکو له پتې  څخه خبرې کوي او دخلکو دهويت دفاع کوي دغه کړه وړه نه شي کيداى مجزا او پردي وي.
  خو په اوسنيو شرايطو کې دغه شان يو چلند ديوه ملت حال ته لازم نه دي .
په افغانستا ن کې دملي وحدت دحکومت دجوړيدو له وخت څخه تراوسه پورې دهېواد دولسي جرګې  دجمهور رييس څه ناڅه اته تقنيني فرمانونه رد کړيدي .
سره  له دې چې دغه فرمانونه دبيان ازادۍ دپياوړي کيدو او دوګړنۍ ارادې دتمثيل  څرګندوى وي خو په ځينو مواردو کې دچارو دکمزوري  پرمختګ دوخت دضايع کيدو  او په ځينو وختونوکې دحالاتو  دپيچلتيا سبب کيږي په داسې  حال کې چې په هېواد کې دانتخاباتو دترسره کيدو خبرې کيږي دنظام سياسي متنفذين او مرستندوي هيوادونه په ډير لنډ ممکن وخت کې دملي شورا دانتخاباتوپه ترسره کولو باندې ټينګار کوي او دولت دانتخاباتي نظام داصلاح دځانګړي کميسيون په جوړولو سره ددې زمينه برابره کړه چې دانتخاباتي نظام داصلاح لپاره  وخت او فرصت مساعد کړي .
اوپه پاى کې دملي شورا دانتخاباتو دترسره کولو وخت مشخص شو او انتخاباتي کميسيونونو دغړو دټاکنې کميټه موظفه شوه خو سره له دې  هم دانتخاباتودقانون دتعديل  په باب دجمهور رييس تقنيني فرمان او دانتخاباتي کميسيونونو دتشکيل ، صلاحيت او دندو په باب دجمهور رييس فرمان دولسي جرګې له خوا رد شول .
ځينو  رسنيو  سياسي کارپوهانو او دمدني ټولنې فعالانو دغه شان چلند له جمهور رييس سره  استازو دمجلس  تقابل وباله .
اوپه دې ترتيب پارلمان په خپله ددولت ديوې برخې په توګه بدل شو او ددغو دوو دولتي بنسټونو ترمنځ تقابل ښه کار نه دى .
دغه شان کړنې کولاى شي دراتلوونکي په نسبت ذهنيتونه مغشوش کړي او دراتلوونکي  په نسبت دخلکو نيم بنده اعتبار له منځه  يوسي .  ښه به وي  چې دغه بنسټونه په خپلو کې په تفاهم سره په متقابل  درک کې ديوبل تر څنګ ودريږي  او وخت به فرصتونو برابر کړي او تقابل  پرځاى دچارو دښه والي او پرمختيا په مقصد دګډ کار او همغږۍ زمينه برابره کړي او دستونزو يوه برخه دستونزو په حل کولو بدله کړي او په دې ترتيب  ثابته کړي چې ديوبل تر څنګ  ولاړ  وي او ديوې ښې راتلوونکي لپاره کار کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته