سیاست

د عدلیې وزیر د افغانستان جزایي کوډ معرفي کړ

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې٢٩ مه
د عدليې وزیر، ډاکټرعبدالبصیر انور نن د حکومت د اطلاعاتو او رسینو په مرکزکې د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې د هېواد د جزایي کوډ د پېژندنې پر مهال وویل: جرمونه د ملي او نړیوالو اصولو او سټنډرډونو او د جزایي حقوقو تیورۍ ته په کتو سره په جزایي کوډ کې په جلا توګه او د عمومي احکامو، جرمونو او جزاګانو تر نوم لاندې په دوو کتابونوکې ځای پرځای شوي دي.
هغه زیاته کړه، د نسل وژنې، بشري ضد، جنګي او پر دولت باندې د تېري د جرمونو په اړه د نړیوال جزایي دیوان د اساسنامې او د " روم کنفرانس" د ورستی سند له مخې وړاندوینه شوې وه او دغه جرمونه د لومړي ځل لپاره د هېواد په حقوقي نظام کې شامل شول.
د عدلیې وزیر زیاته کړه، چې د اداري فساد جرمونه له اداري فساد سره د مبارزې د میثاق مطابق د لومړي ځل لپاره هغه ډول چې په هغه میثاق کې یې یادونه شوې، جرم بلل شوی، د ترسره کوونکو لپاره یې سزا ټاکل شوې ده.
هغه ټینګار وکړ، چې سایبري جرمونه د لومړي ځل لپاره د هېواد حقوقي نظام ته داخلېږي، د عدلیې د وزیر په خبره، چې د سایبري جرمونو د قانون شتون هم په امنیتي او هم په اقتصادي لحاظ د هېواد په زیان دی.
ښاغلي انور وویل: په ټولیز ډول د ټولو نافذو جزایي قوانینو حکومونه چې شمېر یې له ۵۰ قوانینو څخه زیاتېږي، په مدني، سوداګرۍ، اقتصاد، کانونو، ګمرکونو، مالیې، فرهنګي او د ټولنیزو برخو په ګډون په جزایي کوډ کې ځای پرځای شوي دي.
د عدلیې وزیر د اداري فساد په اړه د جزایي کوډ مهمو ځانګړنو ته په اشارې سره زیاته کړه، چې د اداري فساد جرمونه د کورنیو اړتیاوو او له اداري فساد سره د مبارزې د نړیوالو کنوانسیونونو پر بنسټ ترتیب او تنظیم شوي دي.
د عدلیې وزیر وویل، چې جزایي کود ته د جزایي حکمونو په را ټولولو او تنظیم سره به د عدلي او قضایي مراجعو، مدافع وکیلانو او جرمي قضیو ته د محکمو د رسېدنې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي او هغه ګډوډي چې د جزایي حکمونو په برخه کې موجوده ده، هم له منځه لاړه شي.
جزایي کود ۹۴۰ مادې لري چې په شپاړلس بابه او ۱۱۳ فصلونو او دوو کتابونو کې ترتیب او تنظیم شوی دی.
جزایي کود د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس د تقنیني فرمان پر بنسټ د ۱۳۹۵ کال د کب په څوارلسمه نېټه توشیح شوی او د ۱۳۹۶ کال د غویي په ۲۵ مه نېټه په رسمي جریده کې خپور شوی دی.  #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته