امنیت

د فراه د والي د ترور لپاره د طالبانو طرحه ناکامه شوه

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٤
د فراه د والي محمد عمر شيرزاد د ترور لپاره د وسله والو طالبانو طرحه ناکامه شوه.
وسله والو طالبانو غوښتل چې د دغه سيمه ييز مقام د تګ راتګ په لاره کې د بمونو په ښخولو سره دى ترور کړي؛ خو ويل کيږي چې په دغو بمي بريدونوکې چاته زيان نه دى اوښتى.
د راسيدلو خبرونو له مخې: وسله والوطالبانو درې بمونو د فراه د والي د دفتر په وړاندې ځاى پرځاى کړي و او څه ناڅه دوه بمونه يې د تيرې شپې د اتو بجو په شاوخوا کې وچول.
د فراه د والي ويندوى جواد افغان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو بمي بريدونوکې چاته زيان نه دى اوښتى.
افغان تاييدوي چې د دغو بمي بريدونو هدف د فراه والي و؛ خو وسله وال طالبان خپلې هيلې ته په رسيدوکې ناکام پاتې شول.
په همدې حال کې د فراه ښار يو امنيتي مسوول وايي چې دريم بم دوى کشف او شنډکړى دى.
د دغه امنيتي مقامم د څرګندونو له مخې: دوى د دغه ناکام بريد د پلان جوړونکو د پيژندنې او نيولو لپاره د پلټنې عمليات پيل کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته