روغتیا

په بلخ کې د سالنډۍ ناروغۍ کمښت موندلى دى

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٢ :
په  بلخ ولايت کې د ابوعلي سينابلخي روغتون مسوولينو  په دغه ولايت کې  دماشومانودسالنډۍ په خاصه توګه دسينه بغل دناروغۍ دکمښت خبر ورکړ.
د ابوعلي سينابلخې د روغتون مسوول ډاکتر عبدالرووف فروغ دباخترآژانس خبريال ته وويل : د پروسږکال په پرتله  سږ کال  په دغو ناروغيو اخته ناروغانو  دغه روغتون ته کمه مراجعه کړې ده .
ده دغه راز وويل  چې په  سږ کال  ژمي کې د سينه  بغل په ناروغۍ اخته يوسلو شل تنه  ماشومان  په  دغه روغتون کې بستر شوي دي په  داسې حال کې چې تيرکال  له درې سوه تنو څخه  زيات ماشومان  په دغه  روغتـــون کې  بستر        شوي وو.
دغه راز دسينه بغل ناروغۍ دماشومانو لپاره يوه  ستره خطرناکه ناروغي بلل کيږي خو دعامې روغتيا وزارت  له خواد سينه بغل  ناروغۍ  د واکسين په تطبيقولو سره دغې ناروغۍ زيات مښت  موندلى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته