نړۍ

وينزويلا کې پنځوس تنه ووژل شول.

لاګاس– باختر دسلواغۍ اوومه :
دوينزويلا دبارکوميزمتوى په ښارکې دبنديانو او دجيل دمسوولينو ترمنځ دنښتې له امله څه ناڅه پنځوس تنه ووژل شول او په لسګونو تنه نور ټپيان شول.
درويترز دخبرى آژانس دخبرله مخې ، دغه نښته پرون ناوخته له هغه وروسته پيل شوه چې يوې سيمه ييزې رسنۍ ددغه جيل دټولو خونو د پلټنې لپاره ددغه جيل دمسوولينو د تصميم خبرورکړى و.
دوينزويلا په جنوب لويديځ کې ديو روغتون مسوولينو تاييد کړې ده چې دوى ددغه ښار داوريبانا جيل ته دمرستې لپاره استول شوى او په لسګونه ټپيانې چې د ډزو له امله ټپي شوي و تداوى کړي دي خبرځاى ويلى دى چې په وژل شويو کسانو کې بنديان ،دجيل ساتونکي او خدماتي کارګران شامل دي.
ديادونې وړده دوينزويلا په جيلونو کې چې دوسله والو بانډونو له خوا کنتروليږي دجيل دمامورينو او ساتونکو داختلاف له امله په څو وروستيو کلونو کې په پرله پسې توګه اړو دوړ رامنځته کيږي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته