نړۍ

دموصل ښارديوال له داعش څخه بيرته ونيول شو

_   بغداد ايرنا  باختردزمري دمياشتې  ٢٧ :
دعراق په شمال کې  کردي خبرځايونو اعلام وکړ چې دموصل د ديوال  دشاوخوا ستراتيژيکي او کليدي سيمو کنترول دداعش له تروريستي ډلې څخه  بيرته ترلاسه کړى دى او دديوال دشاوخوا سيمو پاکولو ته سترګې په لاره دي .
دبي بي سي خبري شبکې، ديکشنبې په شپه ددغو خبرځايونوله خولې  خبر راکړ  چې دداعش  ځواکونو  دموصل دديوال  په شاوخواسيمو کې  ماينونه ځاى پرځاى کړي دي اوپه همدې دليل څو ساعتونو ته اړتيا ده چې دغه ديوال په بشپړه توګه دکردي ځواکونو تر کنترول لاندې ونيول شي .
دموصل ديوال نږدې لس  ورځې دداعش دتروريستي ډلې  لاسته ورغلى دى.
دامريکا دهوايي بريدونوله سختوالي وروسته  دعراق دکردستان داقليم  کردي ځواکونو  وکولاى شول دديوال زياتره شاوخوا سيمې تر خپل کنترول لاندې ونيسي .
دموصل  ديوال  دعراق دشمال  خلکو ته  ډير مهم تاسيسات  او ددغې سيمې  داوبو اوبريښنا ډير مهم  تامينونکى دى.
په همدې  دليل  هغه ته  دهــــرې  پيښې رامنځته کيــــدل  کيداى شي ناتار رامنځته کـــړي.
ويل کيږي چې  دغه ديوال ته دزيان رسيدو په صورت کې به دموصل ښار دشلو مترو په لوړوالي تر  اوبولاندې شي  او  داوبو لوړوالى به يې آن  دعراق پايتخت بغداد ته هم جدي ستونزې رامنځته کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته