کابل باختر دوري دمياشتې٢ ٢ :
د ختيځ زون د غيږې نيونې سيالۍ نن په کابل کې پيل شوې.
د بدنې روزنې او ورزش د رياست د خپرونو د آمريت سرپرست سيد نصرت د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغې سيالۍ کې د کابل د ختيځ زون د اتو کلپونو ورزشکاران له ١٤ کلنى څخه تر ١٥ کلنى او له ١٥ کلنى څخه تر ١٧ کلنى پورې ګډون لري چې دوه ورځې دوام کوي.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: دغه سيالۍ چې په اتو زونونوکې پيل شوې دي؛ په پاى کې له هر زون څخه درې تنه غوره ورزشکاران راتلوونکو لوبوته لاره پيدا کوي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ