امنیت

په هرات کې دطالبانو له خوا د ښخ کړاى شوي ماين په چاودنه کې دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول

هرات باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٨ :
دوه  تنه ملکي  وګړي  دهرات ولايت  په کرخ ولسوالۍ کې  د ماين د چاودنې له               امله  شهيدان او دوه تنه نور ټپيان شول.
په هغه ماين چې دوسله والو طالبانو له خوا د کرخ په ولسوالۍ کې  د معلومه او تګاو د کليو ترمنځ ځاى پرځاى کړى شوى و، د يوه شخصي سرف موټر د ختلو له امله يوه ښځه او يو نارينه شهيدان او دوه تنه نور ټپيان شول.
تر اوسه پورې ددغې پيښې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستي خو سيمه ييز مسوولين طالبان د هغې عامل بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته