امنیت

د وسله والوطالبانوبريد په شاوتمبول شو

کابل باختر دکب  دولسمه :
درې تنه وسله وال طالبان په کونړ ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول او يوتن بل ټپي شو.
دغه جګړه نن سهار د ډيورند په سرحدي سيمه کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې طالبانو د پاکستان له خاورې څخه  د سرحدي پوليسو په يوې پوستې بريد وکړ.
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې نښته کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوتن بل يې ټپي شو.
ويل کيږي په دې نښته کې د پوليسو سرتيرو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
دسرحدي پوليسو دغه قوماندان وايي چې افغان پوځيانو ددغې نښتې په پاى کې د وسله والو طالبانو څو جنګي وسايل او يوه اندازه چاوديدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته