-کابل /دوږي ٢١مه / باختر:
د بين الافغاني خبرو د پيل لپاره دوحې ته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د هيئت د سفر په اړوند د ملي روغې جوړې د عالي شورا اعلاميه.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت هيئت د ملي روغې جوړې د عالي شورا د رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ نن د افغانستان د اسلامي جمهوريت اود طالبانو ترمنځ د خبرو د پيل لپاره د قطر پايتخت دوحې ته روانېږي.
هيله لرو د خبرو پيل چې له اوږد انتظار وروسته پيلېږي د سولې اوثبات د ترلاسه کولو اوپه افغانستان کې د جګړې اوتاوتريخوالي د پاى ته رسولو لپاره ښه پيل وي.
ختم_ج _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ