سیاست

دملګرو ملتو د نمايندګې دوه تنه مامورين له کاره ګوښه شول

کابلباختر دغبرګو لى ٣٠ مـــــــــــه

په کابل کې د ملګروملتودسا زمان دوه تنه مامورين دپو ليسو ديوشمير افرادو د معاشونو د نه ورکولو او دنا وړي مالي استفادې په اړوند له کار څخه ګو ښه کړاي شول

په ګوښه کړاى شويو کسانوکې په کا بل کې د ملګروملتو دسازمان د نمايندګي دنظم او قانون دصندوق مرستيال شامل دي لومړۍ تورن ديو اسيايي هيواد تبعه او بل يې افغان دى

دغه دوه تنه دناوړي مالي استفادې په دليل ګوښه کړاي شوي دي

دغه صندوق يواعشاريه څلورمليارده ډالره بودجه لري چې داروپا د اتحاديي، امريکا او جاپان له خوا ورکول کيږي

د دغودووتنو له ګوښه کيدو سره جوخت په کابل کې دملګرو ملتو دنمايندګي داړوندو څانګو يوشمير نورکارکوونکي هم له خپلو دندو څخه ګو ښه کړاي شوي د ي

 په کابل کې د ملګروملتو دسازمان مسئولين وايي ددغوکسانو ګوښه توب ددې څرګندوى دي چې دوى له قانون څخه دسرغړونې اودناوړي استفادې په وړاندې قاطع دي اودپوښتنې بهير به همدغه شان جدي وي

ويل کيږي په نيول شويو کسانو تورلګول شوى دى چې ددوه اعشاريه دوو مليونوډالرو دلګولو په قضيه کې يې غفلت کړي دي دغه پيـسې دپوليسو دافرادو د معاش په نا مه چې زيا ترو يې په ليکوکې شتون نه درلود راايستل شوي دي

داروپا اتحاديه چې دافغان پوليسو يوه تمويلوونکى ده دکورنيو چارو له وزارت سره يې دخپلو مرستو ځينې برخې ځنډولى دي

داروپا اتحاديه ادعا کوي چې  له افغان پوليسو سره يې داووه ديرشومليونوډالرو په مرستې مزى چړ چي کړي دي

 د افغانستان د کورنيو چارو دوزارت د ويندوى مرستيال ډاکتر نجيب الله نيکزاد باختر اژانس ته ويلي وچې دافغان پوليسو مرستې د لتفا د اداري له خوا چې د ملګرو ملتو په سا زمان پورې اړه لري تنظيميږي ښه به وي چې بهرني مرستندويان خپل حسابونه له لتفا سره تصفيه کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته