فرهنګ

د پروان ولايت دآزادو ژورناليستانو ټولنې مشرتابه هيئت وټاکل شو

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٦:
دباختراژانس دخبرله مخې :  دغه  غونډه چې دپروان و لايت  داطلاعاتو اوفرهنګ درئيس عبدالواحد هاشمي ، رحيم الله سمندر  او دافغانستان دآزادو ژورناليستانو دټولنې مرستيال  حجت الله  مجددي  ، درسنيو خاوندانو، کارکوونکو  او خبريالانو په ګډون داطلاعاتو اوفرهنګ رياست په تالارکې جوړه شوې وه  .
عبدالغفار رووفي درييس ، پرويز امين زاده دمرستيال ، هارون  نور  دمنشي  او تميم احمدعثماني  ددفاع کميټې دمسوول او دغه راز وحيده شهکار ددغې ټولنې دجندر دکميټې دمسوولې په آزادو اوسري انتخاباتو  په نتيجه کې وټاکل شول.
دازادو  ژورناليستانو دټولنې رييس سمندر دخبريالانو ددفاع په لاره ، دخبريالانو دستونزو  دحل کولو ، دخبريالانو  دظرفيتونو دلوړولو  او دخبريالانو  دکاري آسانتياو په اړوند ددغې ټولنې دمسوليتونو ډاډورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته