کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٧
د هرات دفوټسال دغوره ليګ دسياليو دريمې اوونۍ پرون مازيګر په څلورو لوبو سره دوام وموند.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا نن باختر آژانس ته وويل : په دغو سياليو کې د ابومسلم، ميلاد، کوثر او انصاري ټيمونه پر خپلو سيالانو بريالي شول.
دغه راز دميوند او سلطاني مصطفي ټيمونو لوبه دڅلورو په مقابل په څلورو سره برابره پاى ته ورسوله.
دغه سيالۍ دشپاړلسو ټيمونو ترمنځ پيل شوې دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ