ټولنه

د کار وزارت: په ډير لنډممکن وخت کې د متقاعدينو د بايومتريک بهير پاى ته رسيږي

کابل باختردتلې د مياشتې ٢٣ نيټه  :
په داسې حال کې چې د تقاعد د خزانې د رياست د کړو وړو او د تقاعد دحقوقو د ترلاسه کولو د بهير د څرنګوالي په نسبت زياتې خبرې شتون لري؛ د کار ، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت چارواکي وايي چې د متقاعدينو، د معلولينو او شهيدانو د وارثانو د بايو متريک بهير په ډير لنډممکن وخت کې  پاى ته رسيږي.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت سرپرست فيض الله ذکي پرون  په يوه خبري غونډه کې وويل: موږ د سندونو د جعل او تزوير او د متقاعدينو، معلولانو او د شهيدانو د وارثانو د حقوقو او امتيازونو په ورکړه کې د اداري فساد د مخنيوي په خاطر د هغوى د بايو متريک بهير پيل کړ او په نږدې راتلوونکې کې به دغه بهير پاى ته ورسيږي.
ده وويل چې همدا اوس څلور سوه زره تنه متقاعدين، معلولان او د شهيدانو وارثانو له دولت څخه حقوق او امتيازونه ترلاسه کوي چې يوسلوڅلور شپيته زره تنه متقاعدين ، يوسلو لس زره تنه د معلولان او شهيدانو يوسلو دولس زره تنه  وارثان پکې شامل دي.
ده زياته کړه: د تخصيصونو د اجراکولو په خاطر موږ د هغوى د حقوقو ورکول په څلورو ربعوکې ويشلي دي .
فيض الله ذکي د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د روزنيزو پروګرامونو په اړوند وويل چې تر اوسه پورې اوويا زره تنه د دغه وزارت له فني  او حرفوي روزنيزو مرکزونو څخه فارغ شوي دي او په سلوکې کابو اتيا يې دکار په بازار کې شامل شوي دي.
ده وويل: موږ د سوداګرۍ او صنايعو له خونو سره په همغږۍ کې د تفاهم ليک په لاسليک کولو سره د صنايعو شل نورې روزنيزې څانګې په فني او حرفوي زده کړوکې شاملې کړې دي.
ده د پالنځيو په مصوونيت باندې په ټينګار سره وويل: پالنځيو ته پاملرنه د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت يو لومړيتوب دى او کابو دولس زره تنه ماشومان په دغو پالنځيوکې تر روزنې لاندې دي چې له دې جملې څخه پنځه نجونې د مورا خصوصي پوهنتون ته معرفي شوي او يوسلو اوويا تنه نورې يې بورسونو ته جذبې شوي دي.
فيض الله ذکي له هېواد څخه بهر ته د افغان کارګرانو د استولو په اړوند وويل چې په دې برخه کې د قطر له هېواد سره يو تفاهم ليک لاسليک شوى دى او تر اوسه پورې هيڅ کارګر دغه هېواد ته نه دى استول شوى.
د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزير يادونه وکړه: د بهرنيو ځواکونو د زياتې برخې له وتلو وروسته په هېواد کې د وزګارو کسانو حجم دروند شو، خو   په تيرو دريوکلونوکې په هېوادکې د وزګارتيا بحران مديريت شوى او  د وزګارو کسانو شمېر کمښت موندلى دى.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې متقاعدين د تقاعد د حقوقو دترلاسه کولو د بهير له امله سخت سر ټکوي.
دغه رازپه هېوادکې د هرې ورځې په تيريدو سره د وزګاروکسانو د شمېر زياتوالى  ناوړې پايلې لري او د هېواد د ګڼ شمېرځوانانو د مهاجرت سبب شوى دى.
خلک په دې اړوند په مسوولانه ډول دچارواکو ځواب ته سترګې په لاره دي.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته