خبرونهاقتصادټولنه

په پکتیکا کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي

کابل / د وري ۱۶ مه / باختر
د روژې په راتګ سره د ټول هېواد په ګډون پکتیکا کې هم د خوراکي توکو بیې په بې سارې ډول لوړې شوې دي.
که څه هم دا لومړی ځل نه دی، چې د روژې په راتګ سره د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي، یو شمېر خلک وايي چې هټۍوال خوراکي توکي د احتکار په موخه زېرمه کوي.
عید محمد چې سابه پلورونکی دی وایي: کله چې بازار د یادو توکو له کمښت سره مخ شي هټیوال لا له وړاندې زېرمه شوي توکي بازار کې له خپل ارزښت څخه څو چنده په لوړه بیه پلوري، چې د روژې په میاشت کې د خوراکي توکود بیو د لوړوالي یو ستر لامل هم احتکار دی.

د نرخونود لوړ والي په تړاو محمد شریف چې د خوراکي توکو دوکان لري وایې: وړاندې له روژې د یوې ۵۰ کیلویي بورۍ اوړو بیه ۴۰۵۰ کلدارې وه؛ خو اوس په ۴۵۰۰ کلدارې پلورل کېږي.
د هغه په وینا: د ۹۰۰ ملي ګرامه غوړیو قیمت تر ۱۵۰ کلدارو پورې و، خو اوس یې بیه تر ۲۹۰ کلدارو پورې رسېدلې ده.
حسن خان یو بل هټیوال دی، هغه زیاتوي: د توکیو د نرخونو د لوړوالي یو لامل د لوړو ګمرکونو اخیستل دي.
هغه څرګندوي: پخوا به دوی د یوه موټر پر سر ۲۵۰۰۰ افغانۍ ګمرک ته ورکولې؛ خو اوس تر شاوخوا یولک افغانیو پورې ګمرک ته ورکوي.
هغه د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو دې برخې ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د ښرنې ښاروال مولوي محمد ناصر هلال ښار کې د احتکار موضوع ردوي او زیاتوي چې دوی د نرخونو د کنترول لپاره یو ۶ کسیز هیئت ګومارلی چې وخت پر وخت به بیې کنټرولوي.
هغه وایې: که هر چا د ښاروالي له لوري له ټاکلو نرخونو څخه په لوړه بیه څه وپلورل له قانوني چلند سره به مخ شي.
د روژې له رارسېدو وړاندې د توکو د بیو لوړوالی د ډالر د ارزښت د زیاتېدو له کبله ګڼل کېده، خو اوس چې د ډالر ارزښت تر پخوا ښکته شوی لا هم د توکو بیې لوړې دي او د مخنیوي په برخه کې يې اغېز لرونکی اقدام نه دی ترسره شوی.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته