کابل باختر دلړم شپږ ويشتمه :
د پښتو ژبې او د ادبياتو د فرهنګي شخصيت او شاعر نصرالله حافظ د فاتحې اخستلو مراسم نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د ارواښاد د کورنۍ له خوا په کابل کې پرځاى شول .
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: دغه مراسم د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين، ددغه وزارت د معين پوهنمل نبي فراهي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سلاکار جلال نوراني او د دغه وزارت د يو شمېر رييسانو، دولتي چارواکو، دعلمي او اکاډميکي مرکزونو ديو شمير رييسانو او د ارواښاد دخپلوانو او دوستانو په ګډون پرځاى شول .
ارواښاد حافظ په ١٣١٠ هجري لمريزکال کې دننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د حافظانو په کلي کې وزيږيد. لومړنې زده کړې يې په خپل پلرنى ټاټوبي کې ترسره کړل او په ١٣٣٢ کال کې د زده کړې له پاى ته رسولو وروسته يې د پوهنې وزارت په مربوطاتوکې او د خوشحال خان په ليسه کې د ښوونکي په توګه په کار پيل وکړ.
ارواښاد حافظ له هغه وروسته د ويسا مجلې د مسلکي غړى په توګه او يوه موده هم د پښتون غږ د مرستيال په توګه کار وکړ.
دغه راز ده د خپل ادبي او وياړلى ژوند زياته برخه په راډيو افغانستان کې تېره کړه او دغه راز زيات ادبي آثار يې پريښي دي.
0 1 دقیقه لوستل