امنیت

په فارياب کې د څلورو سرحدي پوليسانو شهادت

ميمنه ؛ باختر دغويي دمياشتې ١٦ نيټه :
څلور تنه سرحدي پوليسان تېره شپه په فارياب ولايت کې له وسله والو سره په نښته کې شهيدان شول.
د فارياب ولايت يو امنيتي خبرځاى وايي چې؛ د فارياب ولايت  په غورماچ ولسوالۍ کې په امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو په بريد کې څلور تنه سرحدي پوليسان شهيدان شوي.
سرچينه زياتوي چې؛ په دغه نښته کې وسله والوطالبانو ته هم د سر زيانونه اوښتي دي  خو دقيق شمېر يې تراوسه پورې معلوم نه دى .
د يوبل خبرله مخې ؛  دالمار ولسوالۍ سرپرست  وايي د بوره عين ، روزبکيه  دکلي  د جومات ملاامام سعادت الدين  د وسله والو طالبانو له خوا ووژل شول.
ده وويل ؛ تراوسه پورې د دغې وژنې علت معلوم نه دى او وسله والو طالبانو هم  د ده وژنه  رد کړې ده خو  پوليس د دغې  پېښې د عاملانو د پيژندنې  او نيولو لپاره هلې ځلې  کوي. پاى ع ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته