روغتیا

په کندز کې يو ډاکټر په کرونا ويروس اخته شو

کابل / د وري ۲٧ مه / باختر
د کندز په حوزوي روغتون کې يو موظف ډاکټر په کرونا ويروس اخته شوى دى.
د کندز د عامې روغتيا رياست رييس ډاکټر احسان الله فضلي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال بريالي همنوا ته وويل: له مرکز څخه د وروستي سمپل په رسېدو سره د دغه ولايت روغتيايي مسوولينو ته جوته شوه چې د کندز د حوزوي روغتون يو موظف ډاکټر په کرونا ويروس اخته شوى دى.
هغه زياته کړه چې په کرونا ويروس اخته ډاکټر تر درملنې لاندې دى.
د دغې پېښې په تثبيت سره په کندزکې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣ ته ورسېد.
پاى ذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته