کابل، د سلواغې ۲۵مه، باختر
د کورنیو چارو وزارت د امنیت د لا ټینګښت په موخه د پلازمېنې کابل ښار په بېلا بېلو مهمو ځایونو کې د امنیتي کامرو د لګولو خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر خپله اکس پاڼه ليکلي، چې د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو معینیت په سپارښتنه د امنیتي څار په موخه د کابل ښار د ۱۵مې حوزې په بېلا بېلو برخو کې ۱۵ امنیتي کامرې فعالې او د څار له مرکزي دفتر سره وصل شوې.
سرچینې زیاته کړې، چې په پلازمېنه کې د امنیتي کامرو د لګولو لړۍ روانه ده او په پام کې ده، چې د امنیتي څار په موخه په څلور لارو او د ښار په مهمو نقطو کې امنیتي کامرې ولګول شي.
قانع همدارنګه ليکلي، چې یادې کامرې د کورنیو چارو وزارت د پنځه کلن ستراتېژیک پلان برخه ده.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د ښار په مهمو ځایونو کې د کامرولو لګولو لړۍ د ښاریانو له تود هرکلي سره مخ شوې وه.