نړۍ

د تاجکستان د اسلامي غورځنګ ګوند منع اعلام شو

دوشنبه  باختر دتلې اتمه 
د تاجکستان سترې محکمې په دغه هيوادکې ستر مخالف ګوند، د تاجکستان د اسلامي غورڅنګ ګوند يو تروريستي سازمان اعلام کړى دى .
د تاجکستان سترې محکمې پرون د دغه ګوند د فعاليت د بندولو په باب په لنډه توګه د دغه هيواد د لوى څارنوالى دغوښتن ليک له څيړنې وروسته هغه د منع کړى شويو سازمانونو په فهرست کې شامل کړى دى.
د تاجکستان د اسلامي غورځنګ ګوند د فعاليت د ممنوعيت په باب د محکمې  حکم ددغه هيواد د کورنيو چارو وزارت له خوا د دغه ګوند د مدافع وکيل بزرګمهر  ياروف د نيول کيدو له اعلام څخه  څو ساعته وروسته صادر شو .
په ياروف  د سندونو د جعل او تقلب تور لګول شوى دى .
د روان کال د وږي په مياشت کې د تاجکستان د اسلامي غورځنګ ګوند ديارلس تنه جګپوړي مقامات د دولت پرخلاف د يوه مشکوک پاڅون د رهبرۍ په ګومان د دغه هيواد د دفاع وزارت د پخواني مرستيال له خوا ونيول شول .
عبدالحليم نظر زاده د روان ال د وږي د مياشتې په پنځلسمه نيټه د حکومت د ځانګړو ځواکونو په عملياتوکې ونيول شو .
مقامات وايي چې ده او ملګرو يې د دولت د راپرځيدو نيت درلود او خپلو هدفونو ته د رسيدو لپاره يې د پوليسو په مرکزونو او د وسلو په ډيپوګانو بريدونه وکړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته