سیاست

هند په افغانستان کې دسولې دټينګښت ملاتړ کوي .

نوي ډيلى  باختر د سلواغې اووه ويشتمه :
  دهند دبهرنيو چارو وزارت وياند په مسکو کې  دافغانستان  دسولې په خبرو کې  ددغه هېواد د استازي  دګډون په تاييدولو سره څرګنده کړه چې نوى ډيلى  په افغانستان کې دسولې ثبات امنيت او ارامۍ  دټينګښت ملاتړ کوي .
ويکاس  سواروپ  نن  په نوي ډيلي کې له خبريالانو سره په مرکه کې څرګنده کړه چې هند تل دافغانستان دستونزو دحل لپاره  د رغنده خبرو اترو  دترسره کولو  پوښتنه کړې ده .
  ده څرګنده کړه نوى ډيلى  تراوسه پورې  دافغانستان  دموضوع په باب  په دوه اړخيزو اوڅو اړخيزو غونډو کې په ګډون سره له افغانستان سره دمرستې په لاره کې  خپلې ټولې هلې ځلې کارولي دي .
  دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت پرون  ديوې وينا په صادرولو سره  اعلام وکړ چې  دايران ، پاکستان ، هند ، افغانستان ، چين او روسيې دهېوادونو  استازي  دچارشنبې په ورځ  په مسکو کې  دافغانستان د سولې دحالت په باب خبرې اترې کوي .
دغه غونډه په داسې حال کې جوړيږي  چې تيره غونډه  دافغانستان دګډون پرته  دچين  ، روسيې او پاکستان په ګډون جوړه شوه او دافغانستان له خوا زيات انتقادونه پرې وشو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته