ټولنه

فضل الهادي مسلميار د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د پوهنې د مدير د جنازې دښخولو په مراسمو کې ګډون وکړ.

کابل-باختر دزمري دمياشتې ٢٩
د مشرانوجرګې رييس فضل الهادي مسلميار  پرون له غرمې وروسته دننګرهار ولايت د چپرهارولسوالۍ د پوهنې دمدير په سرمعلم مشهور شهيدعظيم نايل د جنازې دښخولو په مراسمو کې ګډون وکړ .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
دعظيم نايل  جنازه د سنا مجلس د رييس او يوشمير غړو ، دننګرهار دملکي او نظامي مسوولينو ، ديني عالمانو ، جهادي قوماندانانو ،قومي مشرانو ، د پوهنې دکارکوونکو او د ارواښاد د سلګونو تنو مينه والو په گډون د يولړ مراسمو په ترڅ کې د چپرهار ولسوالۍ په  دولت زي کلي کې د ارواښاد په پلرنۍاديره کې خاوره ته وسپارل شوه.
د مشرانو جرګې رييس د مخور اشخاصو او دپوهنې دکارکونکو دشهادت دغندلو په ترخ کې د شهيد عظيم نايل د شخصيت دبيلابيلو اړخونو په باب رڼا واچوله  او د ارواښاد  دخدمت په  دوران کې يې د ده دکړو وړو يادونه وکړه او د ده مړينه يي يوه  ضايعه وبلله او د ده دشهادت دعاملينو دنيولو او مجازاتو غوښتنه يي وکړه . دننګرهار ولايت دچپرهار ولسوالۍ د پوهنې مدير عظيم نايل  پرون سهار داووبجو په  شاوخوا کې کله چې دهيواد د خپلواکۍ د بيرته ترلاسه کولو دڅلور نوي يمې کاليزې دمراسمو په نمانځنې کې دګډون په مقصد د جلال آباد ښارته روان و، دعلم او پوهنې ددښمنانو له خوا شهيد کړى شو.
دغه راز د مشرانوجرګې دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان نن په داسې  حال کې
چې يوشيمر سناتوران هم حاضر وو په ځنو لويو لارو په تيره بيا دکابل –  قندهار-هرات  په لويه لاره کې د نامنيو دعلتونو په باب خبرې وکړې.
په دې غونډه کې دکورنيو چارو وزارت  د پوليسو دچارو رييس ،دملي امنيت د لوي رياست دعالي بورد رييس او دملي دفاع وزارت د اوپراسيون رييس دخبرو په ترڅ کې د کابل – قندهار –  هرات په  لويه لاره کې نا امني تائيده کړه  او ويې  ويل چې دنيمګرتياو او نواقصو د لرې کولو په مقصد دعامه محافظت د کتارونو دامنيت رييس اوځينې نور مسوولين ګوښه کړى  شوي دي  او څارنوالۍ ته ورپيژندل شوي دي او هم دغزني ، ميدان وردګو او د زابل ولايتونو امنيه قوماندانانو ته وخت ورکړ شوى دى چې د سپرليو او داکمالاتي کتارونو دامنيت پرتامينولو کې دې خپل اقدامات په  ډير لنډ ممکن وخت کې عملي کړي ،  له دې پرته د دوى په اجراآتو کې ځنډ او بې پروايي به له نافذو قوانينو سره سم په جدي توګه  وڅيړل شي.
دغه راز دوى دخپلو ستونزو او مشکلاتو د وړاندې کولو په ترڅ کې څرګنده کړه چې عدلي او قضايي ارګانونه  نيول شويو مجرمينو ته د دوى دجرم په تناسب مجازات نه ورکوي چې دا کار دامنيتي ارګانونو د منسوبينو دناهيلي سبب کيږي.
دمشرانوجرګې دويم نايب د هيواد دامنيتي ځواکونو سرښندنې وستايلې  او ويې ويل ،  سره له دې چې  زموږ امنيتي ځواکونه له کمي او کيفي پلوه  پياوړې شوي دي خو دکابل قندهار –  هرات په لويه لاره کې د اردو او پوليسو د پوستو له شتون سره سره ،دامنيتي پوستو ترڅنګ هر ورځ ملکي وګړې  وژل کيږي او په اکمالاتي کتارونو کې د افغاني سوداګرو مالونه د اور په لمبو کې سوځي او ټينګاريې وکړ
چې امنيتي ارګانونه دې ډير ژر دکابل – قندهار – هرات د لويې لارې د امنيت دتامينولو په لاره کې داغيزمنو پوستو په جوړولو او ګزمو سره هميشنۍ او د ډاډ  وړ اقدامات عملي کړي او هم  دې له  اخلال ګرو ، تروريستو اوغلو سره جدي چلند وکړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته