کابل باختر د غبرګولې ٢٥مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې د ارواښاد ایت الله العظمی قربانعلي محقق کابلي روح ته د دعا او فاتحې مراسم نن له غرمې مخکې د دلګشا په جامع جومات کې ترسره شول.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د فاتحې په دغو مراسمو کې پر جمهوررئیس غني سربېره، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، د کابینې یو شمېر غړو، دولتي مقاماتو، د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا او د اهل تشیع دعالمانو شورا رئیسانو او غړو او د ارواښاد ایت الله العظمی قربانعلي محقق کابلي پېروانو هم حضور درلود.
جمهوررئیس غني او د فاتحې د مراسمو نورو ګډونوالو د ارواښاد ایت الله العظمی قربانعلي محقق کابلي روح ته د دعا ترڅنګ، نوموړي ته د لوی خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا وکړه.#پاى- فضل واحد