ټولنه

ديني مقدساتو ته سپکاوي او بمباري په لغمان کې وغندل شوي

کابل باختر دتلي اتمه
دافغان ولسي جبهي دمسلمانانو ديني مقدساتو ته سپکاوي  په لغمان ولايت کې دناتو هوايي بريد وغندل .
دباختر اژانس  دخبر له مخې  دافغانستان دولسي جرګي  رييس شاه محمود پوپل  نن په يوه خبري غونډه کې داسلام دستر پيغمبر په باب دسپکاوي فلم جوړول وغندل او هغه يې دهغو کسانو کار وباله چې هلې ځلې کوي چې داديانو دپيروانو ترمنځ دسولې او دوستي اوسله ئيزه فضا ګډوډه کړي .
  ده دامريکا له حکومت څخه وغوښتل چې دفلم  طراحان او عاملين  ونيسي اومحاکمې  ته يې راوکاږي ، ده دغه راز په لغمان ولايت  دناتو د ځواکونو وروستي بمباري چې دپنځلسو تنو ښځو د وژل کېدو سبب شول هم وغندل ا هغه يې شرموونکې عمل وباله .
دافغانستان  دولسي  جبهي رييس زياته کړه ددغه شان عملونو تکرار چې دمرتکبينو  له خوا يې په وار وار تيروتنه بلل کېږي 
په افغانستان کې دناتو دځواکونو دشتون په نسبت  دخلکو د کرکې سبب کېږي او دغه شان عملونه په دغه شان شرايطو کې  ددولت دمخالفينو دناوړي استفادي زمينه برابروي .
  ددغې  خبري غونډى  په پاى کې  شاه محمود پوپل په کونړ او نورستان دپاکستان دراکټي بريدونو دبندولو غوښتنه هم وکړه . او اعلام يي وکړ چې دسلو زرو داوطلبانو په شتون سره دامنيتي ځواکونو تر څنګ دهيواد دپولو دفاع وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته