سیاست

جمهور ريیس غني د سره صلیب نړیوال سازمان د فزیوتراپي برخې رئیس ته د افغانستان افتخاري تابعیت ورکړ

کابلباخترد چنګاښ ٣٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې نن مازدیګر، د سره صلیب نړیوال سازمان د فزیوتراپي برخې رئیس البرټو کایرو ته چې د دوست هېواد ایټالیا تبعه دی، د هغه د ارزښتناکو خدمتونو په درناوي د افغانستان افتخاري تابعیت ورکړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې اړه په ارګ کې په جوړو شویو مراسمو کې، د جمهور ريیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د جمهوررئیس غني فرمان ولوست.
جمهوررئیس غني ښاغلي البرټو کایرو ته د تابعیت تر ورکړې وروسته وویل: نوموړي په افغانستان کې د ۲۸ کالو خدمت په موده کې شپه او ورځ کوښښ کړی، چې د جګړې قربانیانو، ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته داسې کار وکړي چې هغوی روغ رمټ شي او بېرته خپل کار او فعالیت پیل کړي.
پاىجهان يار

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته