ټولنه

اورلګيدنې د همسفر هوټل ته دروند تاوان واړاوه

کابل باختر دسلواغې دمياشتې  ٦ :
څو شيبې مخکې د کابل ښار د همسفرهوټل د واده د مراسمو د پرځاى کولو په سالون کې اور ولګيد .
د کابل ښار د اور وژنې د ادارې د پوليسو نوکريوال د باخترآژانس خبريال ته وويل  چې  د اور وژنې د پولسيو ځواکونو د دغه اور د وژنې لپاره ساحې ته رسيدلي دي او هلې ځلې کوي چې د لګيدلي اور د پراختيا مخه ونيسي.
ده وويل: دغې پيښې د سر زيان نه دى اړولى خو دروند مالي تاوان يې اړولى دى او تر اوسه پورې د اورلګيدنې علت نه دى څرګند شوى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته