فرهنګ

د باميانو د فرهنګي مرکز د بنسټ ډبره کيښودل شوه

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٤
د باميانو د فرهنګي مرکز د بنسټ ډبره پرون د ښار او کور جوړولو د چارو د وزير سيد سادات منصور نادري، د جنوبي کوريا د سفير، په افغانستان کې د يونسکو سازمان د رييس او د باميانو د سيمه ييزو مقاماتو له خوا کيښودل شوه.
دغه مرکز د باميانو ولايت په مرکز کې د بودا مجسمې په وړاندې په چاوني په غونډۍ کې جوړيږي.
د باميانو والي محمد طاهر زهير د باختر آژانس خبريال ته وويل: ددغه مرکز د جوړلو کار په اتلسو مياشتوکې بشپړ شي او په دې مرکزکې د موزيم کتابتون، روزنيز سالون، د تياتر سالون او نورې برخې په پام کې نيولې شوې دي.
د ښار او کور جوړولو وزير د دغه مرکز جوړول د يونسکو د سازمان يوه ډيره مهمه پروژه وبلله او ويې ويل: دغه فرهنګي مرکز په دريو فازونوکې جوړيږي چې د لومړى فاز لګښت يې د افغانستان او د دوو نورو فازونو لګښت د کوريا د دولت له خوا ورکول کيږي.
د باميانو والي د فرهنګي ماستر پلان تطبيقول يو ضروري کار وباله چې ددغه فرهنګي مرکز مهم برخه موزيم دى.
ټاکل شوې ده په دغه موزيم کې د باميانو او نورو ولايتونو لرغوني آثار وساتل شي.
د جنوبي کوريا سفير د يونسکو له سازمان څخه د مننې په ترڅ کې وويل: د دغه فرهنګى مرکز د جوړولو لګښت د افغانستان خلکو ته د کوريا د خلکو سوغات دى او هيله لرم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ سمبول وي .
ويل کيږي د دغې پروژې ټول لګښت پنځه اعشاريه څلور مليونه ډالره دى چې دوه اعشاريه پنځه مليونه يې د جنوبي کوريا له خوا او نور يې د افغانستان د دولت له خوا ورکول کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته