کابل باختر د وري دمياشتې ۹ مه
په لغمان ولايت کې د افغان کومانډو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو او بېلا بېلو وسله والو نښتو کې د مخالفینو یو مهم قوماندان وژل شوی او درې تنه يې ټپيان شوي دي.
د باختراژانس د خبر له مخې افغان کومانډو ځواکونو تېره شپه په قرغیو ولسوالۍ پورې اړوند د چهار باغ د شرشرې سیمه کې ځانګړي عملیات تر سره کړي چې له امله يې د دغې ولسوالۍ لپاره د وسله والو مخالفینو له خوا نومول شوي ولسوال روح الله وژل شوی.
قوماندان نصیر احمد روح الله د هغو مشهور او مخفي تروریستانو له ډلې څخه و چې د دغه ولسوالۍ په مربوطاتو کې به یې د امنیتي ځواکونو د لارو په اوږدو کې ماینونه ځای پر ځای کول.
بل لور ته بیا د مرکز اړوند د شمټۍ، بدیع اباد او الیشنګ په مربوطاتو کې د افغان امنیتي ځواکونو او مخالفو وسله والو تر منځ په بېلا بېلو نښتو کې درې تنه وسله وال مخالفین ټپیان شوي دي.
1 1 دقیقه لوستل