امنیت

ځانګړو ځواکونو د فراه ښار په څنډو کې د تروریستانو پر وړاندې تصفیوي عملیات پیل کړي

کابلباختر د غوييد مياشتې٢٥مه
د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د فراه ښار په څنډو کي د تروریستانو پر وړاندې تصفیوي عملیات پیل کړي او دوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
له  ځکمنیو عملیاتو سره سم د ملي اردو هوایي ځواکونه د چهار باغ او باغ پل په سیمو کې د دښمن مواضع په نښه کوي او تر دې مهاله یې تر لسو تنو زیات تروریستان له منځه وړي دي.
ځانګړو ځواکونو د پخوانۍ فرقې سیمه، محبس او د ملي امنیت ریاست د پوره امنیتي پوښښ لاندې راوستلي او دغو سیمو ته متوجه ګواښونه یې له منځه وړي دي.
وسله وال تروریستان د ښار په څنډو کې د افغان ځواکونو له خوا په شا تمبول شوي او له سیمي څخه د تېښتي لپاره د ملکي خلکو په کورونو کې پټیږي.
دښمن اوس د فراه ښار د یزدي، سید اباد او حیدرقلي په سیمو کي لا هم موجود دی، خو د افغان ځواکونو له خوا یې د له منځه وړلو عملیات په چټکۍ سره دوام لري.
پاى-سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته