کابل باختر د ليندى يو ويشتمه :
د نړۍ د خوړو د پروګرام د ادارې له خوا پرون د سمنګانو په ولايت کې د ٨١٦ شهيدانو په کورنيو او معلولينو خوراکي توکي وويشل شول .
د سمنګانو ولايت د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رييس د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې پروګرام کې په هرې مستحقې کورنۍ د هيئت په وړاندې سل کيلوګرامه اوړه، يوولس کيلوګرامه غوړي، شپاړلس کيلوګرامه نسک او يوه اندازه مالګه وويشل شوه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ