سیاست

په سويډن کې دافغانستان سفير خپل باور ليک وړاندې کړ

کابل باختر دوري دمياشتې  ١١ :
په سويډن کې دافغانستان سفير حميد هامي  په ستاکهلم کې دخاصو  مراسمو په ترڅ کې خپل باور ليک دسويډن باچا کارل  ګوستاف ته  وړاندې کړ .
دبهرنيو چارو وزارت دويندى دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ.
ددغو مراسمو په بهيرکې هامي دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس   حامدکرزي ښې هيلې او سلامونه  ګوستاف ته  څرګند کړل .
په مقابل کې دسويډن باچا خپلې هيلې اوسلامونه دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس  حامدکرزي په نامه څرګند کړل او  هيله يې وکړه  چې افغانستان  اودهغه خلک   دترقۍ او دديموکراسۍ دپراخ بنسټه کيدو په لاره کې  ګام واخلي او افغانستان يو باثباته  اوسوکاله هېواد وي .
په تيرو ديارلسو کلونو کې سويډني عسکر دناټو دسازمان په چوکاټ  کې په  افغانستان کې دسيمه ييزې ډار اچونې او بنسټ پالنې پرخلاف فعاليت کوي او دغه هېواد په سياسي ، اقتصادي او ټولنيزه برخه کې له افغانستان سره  زياتې مرستې کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته