امنیت

په پروان کې درې تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په اړوند ونيول شول

کابل باختر دثور ٢٦ مه :
  درې تنه پرون په پروان ولايت کې دنشه يي توکو دقاچاقو په اړوند ونيول شول.
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دملي پوليسو ملي اردو او دملي امنيت دځواکونو په هغو ګډو  عملياتو کې چې دبګرام ولسوالۍ  دنودهي په کلي کې  ترسره شول يوسړى او دهغه دوه زامن له اوو تومانچو  ، يوه يوولس ډزې ،يوه شکاري  توپک ، يوې اندازې زرقي درملو او ( کا ) تابيلتونو  او له دوو زرو افغانيو جعلي نوټونو سره ونيول شول، سرچينې وويل چې له نيول شويو کسانو څخه دپوليسو  څيړنې پيل شوي دي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته