کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢ :
دنشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي نن د بغلان دپوليسو له خوا ونيول شول.
دبغلان د امنيې قوماندانۍ ويندوى احمدجاويد بشارت دباخترآژانس خبريال ته وويل: دنهرين ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ پوليسو دوه تنه د ٤٩ کيلوګرامو چرسو د ليږدونې په وخت کې د نهرين له ولسوالۍ څخه ونيول .
خبرځاى زياته کړه: دغو کسانو چرس په يو کرولا موټرکې له نهرين ولسوالۍ څخه مرکزي بغلان ته ليږدول چې د پوليسو له خوا وپيژندل شول او ونيول شول.
خبرځاى زياته کړه: له دغو کسانو څخه دوه کلاشينکوفونه هم ترلاسه شوي دي.
ويل کيږي موټر او ترلاسه شوي چرس امنيه قوماندانۍ ته سپارل شوي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ