امنیت

تبصره

 کابل باختر دثور اوولسمه :
دجمهوري رياست دملي امنيت سلاکار: داعش  دهيواد دملي ګټو په وړاندې يوجدي خطر وباله  او ويلي يې دي دغه تروريستي  ډله په ټاکلو دلايلو له افغانستان سره خاصه علاقمندي لري .
دباخترآژانس مبصر ليکي : دهيواد په ځينو سيموکې دناامنۍ پراختيا چې له تاوتريخوالي سره جوخته ده دخلکو انديښنې زياتې کړي دي او دغه انديښنې دهيواد په ځينو سيموکې دداعش دتروريستي ډلې دشتون په انګازه کې لاپسې جدي شوي دي .
سره له دې چې په افغانستان کې دداعش فزيکي منابع او امکانات  لاتراوسه پورې امکانات پټ نه دي اوهيچا  ځان په افغانستان کې دداعش وارث نه دى  معرفي کړى خو هغه زړه بوږ نوونکي پيښې او ناوړې کړنې چې زموږ دهيواد دعسکرو په وړاندې دبدخشان او کندز په ولايتونو او په نورو سيمو کې ترسره شوې  داسې وحشيانه کړنې وې چې دداعشيانو دکړنو په شان دي او دداعش  دجلادانو تقليد دى چې په عراق اوسوريه کې فعاليت کوي .
په هيواد کې دتروريستي  فعاليتونو پراختيا او په تيره بيا په دغه هيواد کې دداعش د فعاليت جدي کيدو دامنيتي مسوولينوپښې  د سنا مجلس ته وکښلې چې دوى اوسنى حالت بيان کړي او په دې برخه کې خپل اقدامات او تدبيرونه بيان کړي .
دملي امنيت سلاکار محمد حنيف  اتمر ويلي دي چې افغانستان له نړيوال تروريزم سره مخامخ دى  ، داعش نړيوال شوى دى او دغه ډله دمنځني آسيا دهيوادونو په وړاندې دمستقيم ګواښ او په نشه يي توکو دبرلاسي لپاره ، له افغانستان سره خاصه علاقمندي لري اوحکومت دداعش شتون يو جدي خطر بولي .
دغه جګپوړي دولتي مقام دافغانستان دشمال او شمال ختيځ په ساحو کې دوروستيو زړه بوږ نوونکو پيښو په اړوند ويلي دي چې دښمن په دې خاطر له شمال سره  علاقمندي لري چې دختيځ ترکستان غورځنګ غواړي چين ته لاړ شي ، انصارالله تاجکستان ،  دازبکستان غورځنګ روسيې او لښکر طيبه  کشمير ته ورسيږي .
سياسي کارپوهان دملي امنيت دسلاکار څرګندونې په څو اړخونوکې دغور او دقت وړ بولي هغه څه چې دغه جګپوړي دولتي مقام بيان کړي دي دهغو واقعيتونو يوه برخه  ده چې دهيواد لړزنده  ټيکاو ګواښوي،  هغه ګواښ چې دداعش دافراطي ډلې په شتون کې جدي شوى دى او کولاى شي  دافغانستان له سياسي جغرافيا څخه پښه بهر کړي او لکه څنګه چې ښاغلي اتمر وايي دغه ډله منځني اسيا ، دچين شمال لويديځو سيمو او روسيې ته درسيدو په لټه کې ده . نو افغانستان يوځل بيا له يوې بلې زاويې  اوله يوبل سورى څخه دبهرنيو هيوادونولپاره يوګواښ دى چې له شک پرته  ناوړه پايلې  او عواقب  يې په لومړي ګام کې  دافغانستان د بې وزلو اومصيبت ځپلو  خلکو ستونې زبيښي .
  هغه څه چې دغه جګپوړي دولتي مسوول بيان کړي دي او په تيرو وختونوکې د يوشمير نورو مقاماتو له خوا په ډاګه شوي دي په افغانستان کې دامنيتي ستونزې دلازياتې ژورتيا نښه نښانه ده  خو يواځې ديوې ستونزې بيان کافي نه دى خلک دقانون له حکمونو او دنظام دمسوولينو  له ژمنوسره سم دژوندانه لپاره ارامه فضا او خونديتوب غواړي او هيله لري چې مسوولين په هيواد کې دناامنۍ دعواملو دبيانولو تر څنګ له هغو سره دمبارزې او دناامنيو دپراختيا دمخنيوي په برخه کې هم خبرې وکړي . او دخپلو وظيفوي  وجيبو په ترسره کولو سره له خلکو څخه انديښنه او پريښاني  هم لرې کړي .
دافغانستان امنيتي حالت په تيره بيا په دغه هيواد کې دداعشيانو شتون ټيک په داسې حال کې تر سترګو کيږي چې افغانستان په يوه نوې نظر سره سيمه ئيزو همکاريو ته وردانګلي  دي او په دې برخه کې يې نوې ژمنې ترلاسه کړي دي خو په افغانستان کې ددغه شان ژمنو اوهمکاريو په متن کې  دداعشيانو شتون زياتې پوښتنې راپارولي دي چې خلک غواړي ځواب يې ترلاسه کړي .
عراق او سوريه دداعشيانو دفعاليتونو ټاټوبى اومرکز دى دغه دواړه هيوادونه په جغرافيايي لحاظ  کومه لاره او پوله نه لري، داعشيانو له کومې لارې او څه ډول افغانستان ته مخه کړې ده ؟
کوم هيوادونه او سازمانونه په افغانستان کې دداعش   دتوطيو  تر شا ولاړ دي ؟  دافراطيت  او تروريزم دصادرولو په مخنيوي کې دګاونډيو هيوادونو ژمنه ؟
او نور ې پوښتنې .
دغه راز خلک په دې ټکي باندې ټينګار کوي چې داعش  دطالبانو او القاعده په شان دافغانانو او دنورو مليتونو ژوندانه ته خطر دى .
زموږ مسوولين په خپله په ډاګه کوي چې داعشيان دمنځنۍ اسيا ، دچين دځينو سيمو ، روسيې او ايران په فکر کې دي  آيا ددې وخت نه دى رارسيدلى  چې افغانستان په يوه  ديپلوماسۍ  او قوي چلند کې چې په هغه کې منځني اسيا ، روسيې ، اروپا او دامريکا دهيوادونو حکومتونه خپل شاته راوګاږي او دداعش خطر يوسيمه ئيز، له سيمې څخه بهر او آن نړيوال خطر معرفي کړي چې داسې ونه شي چې نړيواله ټولنې لکه څنګه چې  يوځل يې  دالقاعده او طالبانو له خوا دمتروکې دکارولو په مقصد په افغانستان بريد وکړ او داځلې دداعش او دسيمه ئيز ګواښ په نامه زموږ خلک وځپي څومره به ښه وي چې ددرد  له رسيدومخکې هغه وقايع شي چې دتروريستي کړيو دځاى پرځاى کيدو دملامتي پيټى افغانستان ته متوجه  نه شي. اوسنيو حالاتو او احوالو دغه اړتيا پيداکړې ده چې افغانستان سيمه او نړۍ داعش يوه ګډه ستونزه حس کړي او دهغه په وړاندې ديوبل تر څنګ ودريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته