ټولنه

په کونړکې د لسګونوجریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرېږي

کابل / د غبرګولي ۱۷ / باختر
د اوبو د یوسربند په جوړولوسره هیله کېږي په کونړکې د لسګونوجریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرې شي.
د دغه سربند د جوړولو کار د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت له لوري په چپه درې ولسوالۍ کې دوام لري او هیله کېږي په یوه میاشت کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې د دغه سربند په جوړولوسره د بزګرانو د ۱۸۵ جریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرې شي.
هغوی وايي د دغه سربند ګټې اخیستنې ته سترګې په لاره دي
بزګران وايي د کافي اوبو په لرلوسره د دوی کاراو کرکیلې سمون مومي .
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته