ټولنه

په غزني کې دخپل سرو لوړپوړيزو ودانيو دجوړولو مخه نيول کيږي

-کابل باختر د زمري  اوولسمه :
دغزني ولايت مسوولينو پرون په غزني ښار کې دخپل سرو لوړپوړيزو ودانيو دجوړولو دمخنيوي لپاره اقدامات ترلاس لاندې ونيول .
دباختراژانس دخبرله مخې، دغزني والي انجنير عبدالکريم متين دښاروالۍ او ښار جوړولو درياستونو په ګډون له اړوندو بنسټونوڅخه وغوښتل چې په ښار کې دخپل سرو او غير پلاني لوړ پوړيزو ودانيو  دجوړولو مخه دې ونيسي .
دغزني والي اړوندو بنسټونو ته لارښوونه وکړه چې غزني ښار  ته څيرمه  ددولتي ځمکو دويشلو په خاطر منظم پلان  برابر کړي او هغه اړوندو وزارتونو ته وسپاري چې په راتلونکي کې په غزني  ولايت کې ددولتي ځمکو دغصبولو مخه ونيول شي .    ختم_ عطاالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته