امنیت

درې تنه وسله وال طالبان او يو ماين ښخوونکي ووژل شول .

کابل باختر دغبرګولي  اته ويشتمه :
درې تنه وسله وال طالبان او يو ماين ښخوونکي تيره شپه په لوګر ولايت کې ووژل  شول .
د ٢٠٣ تندر قول اردو دڅلورمې پلې لوا دمطبوعاتي دفتر مرستيال احمد جاويد کوهستاني باختراژانس ته وويل، وسله والو طالبانو دلوګر ولايت په مرکز پورې اړوند سرسنګ سيمه  کې  دملي اردو په امنيتي پوستې  بريد وکړ چې له امله يې درې تنه ووژل شول او مړي يې په سيمه کې پاتې شوي و .
کوهستاني زياته کړه چې په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
ديوبل خبر له مخې، يو ماين ښخوونکي تيره شپه دلوګر ولايت په مرکز پل علم ښار پورې  دده دوشنبې په سيمه کې دهغه ماين دچاودنې له امله ووژل شوچې غوښتل يې په واټ کې ښخ کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته