ټولنه

په تخار ولايت کې دښځو پرخلاف تاوتريخوالي زيات شوي دي.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٤
په تخار ولايت کې سږ کال دتيرکال په پرتله دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي پيښې زياتې شوې دي .
دتخار ولايت دښځو دچارو رييسه ازم ارا حواش وايي د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالى درې سوه څلويښت قضيې ثبتې شوې دي چې له دې جملې څخه دوژنې څلور پيښې ،نفقې دغوښتنې ٣٥ پيښې او نورو يې د ځان سوځونې،وهلو ډبولو او له کور څخه دتيښې پيښې دي چې په دغه اداره کې ثبتې شوې دي .
دې ددغو زياتوالې دليل په ټولنه او کورنيو کې دښځو له حقوقو څخه دخلکو نه پوهاوى وبللې او ويې ويل له بله پلوه ددغه زياتوالې علت دادى چې پخوا زياتې قضيې نه ثبتيدل او زيانمن شوي په خپلو کورنيو کې تر زيات فشار لاندې و خو اوس دښځو دچارو رياست ته مراجعې سره دغه شمير زيات شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته